په دې وروستیو کي دیوشمېر افغانانو په کرزي دا باور زیات شوی دی، چي ګوندي کرزی وطن ته ژمن او ددې هیواد ګټي دامریکا ترګټو ورته مخکي دي.
له امریکا سره دامنيتي تړون اړوند دکرزي متضادو خبرو ځينو افغانانو ته دافکر ورکړ، چي ګوندي هغه به دافغانستان ګټي خوندي کړي اوګواکي نوموړی دغه خبري دافغانستان دخیر په بنسټ کوي.
خو خبره داسي نه ده، ځکه یو چاچي نږدې ۳۰ کاله دسي ای اې سره کار کړی وي، دهغوی په مټ په افغانستان حاکم شوی وي، په بوجیو، بکسونو او کڅوړو کي يې په ميليونونو ډالره دهغوی له لوري اخيستي وي، په مشاورینو کي يې امریکایان او نیمه امریکایان موجود وي، له الف څخه نيولي تریا پوري ټول دهغوی له لوري ورکړل شوي او ورکول کیږي، موټر، ګاټ، تنخوا،ساتنه او هر څه يې دسي ای اې له لوري وي نو بیاڅنګه ممکنه ده، چي دهغوی له امر څخه دي مخالفت وکړای شي یادي دهغوی خبره په ځمکه وغورځوي.
که خبره ددې وي، چي اوباما له کرزي سره خپلي اړیکي شلولي، هغه ددې لپاره دي، چي اوباماکرزی یو کمزوری او دنه وړتیالرونکی کس بولي او په افغانستان کي خپله ماته هم دکرزي او دهغه دکابينې دفساد له امله بولي، خودا په دې معنانه ده، چي سي ای اې دي هم اړیکي ورسره غوڅي کړي وي، يادې کرزی پرې ايښی وي.
اصلي خبره داده، چي امریکا دکرزي له ادارې سره هغه مهال امنیتي تړون لاسلیک کولای شي، چي کله دامریکا حکومت داپرېکړه وکړي، چي دوی به خپل پوځونه له افغانستان څخه نه باسي او دغه اشغال ته به دوام ورکوي، ولي تراوسه امریکایان دې پرېکړي ته نه دي رسيدلي، چي ایا خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي او کنه او دغه نه ګډونکي جګړې ته دوام ورکړي.
څنګه چي دامریکادحکومت بهرنۍ پالوسي دامریکایانو نظرونو ته په کتلو سره بدلون مومي، نوځکه داسي باور کیږي، چي امریکا نور نه غواړي دغه جګړې ته دوام ورکړي، د۲۰۱۳ کال په ۱۱ او ۱۲ میاشتو کي په امریکاکي نظر پوښتنو وښودله، چي دامریکاډیری خلک دافغانستان له جګړې سره مخالف دي اودغه یوه بې ګټي او زیانونکې جګړه بولي، له بله پلوه دامریکا په مشرتابه کي هم له دې جګړې سره اختلاف په ډېرېدو دی، که څه هم دفاع وزیر او ځیني پوځي جنرالان ددغه جګړې ددوام او په افغانستان کي دپوځیانو دموجودیت وړانديزونه اوباما ته کوي، ولي جوبايډن او داسي نور مشران بیاغواړي، ترڅو دغه دامریکاپه تاریخ کي اوږده جګړه پای ته ورسيږي، له بله پلوه اوباما په دوهم ځلي انتخاباتو کي له امریکایانو سره ژمنه کړي وه، چي دعراق او افغانستان جګړې به پای ته رسوي، نوځکه ځینو لوړ پوړو امریکايي چارواکو وړانديز کړی وو، چي باید ۱۰ زره امريکایان تردوه زره ۱۶ کال پوري په افغانستان کي پرېږدي او نور عسکر ورڅخه راوباسي او د۲۰۱۶ کال په پای کي دغه عسکر هم له افغانستان څخه راو ايستل شي، چي ترڅو اوباما ته داموکه په لاس ورشي، چي دخپلي دورې په پای کي امريکایانو ته وايي، چي ده دامریکا په تاریخ کي اوږده جګړه پای ته ورسوله، چي دابه نه یوازي داوباما شخصیت ته ګټه ورسوي، بلکه دډيموکراتانو موقف به هم قوي کړي.
دې ته په کتلو سره دامریکا مشران اوس مهال په دوو کي راګیر دي، چي ایادغه اشغال ته دوام ورکړي اوکنه، چي ترڅو امریکایان يوې پرېکړي ته نه وي رسيدلي، امریکاخپله غواړي چي دکرزي له لوري متضادي خبره اوویناوي وشي،کرزی کله وايي، زه خپل شرطونه لرم، چي داسي ناممکن شرطونه وړاندي کوي، چي هيڅکله دامريکایانو په موجودیت کي واقعیت نه شي پیداکولی، لکه دسولي او امنیت راوستل، او کله دخپل راز له يارانو سره لکه جرمني خپل راز څرګند کړي، چي هرو مروبه امنیتي تړون له امریکایانو سره لاسلیک کوي،ځکه کرزی هم په دې پوهیږي، چي که امریکایان له افغانستان څخه وځي، نو دده به په دې هیواد کي شپه سبا نشي، نو که اوس مهال کرزی داو هم وايي، چي زه تړون لاسلیک کوم، دا دامريکایانو لپاره ستونزمنه ده، چي بې له دې چي دوی يوې پرېکړي ته رسيدلي وي دغه تړون دي لاسلیک کړي او که په قاطع ډول کرزی ووايي، چي هيڅکله به تړون لاسليک نه کړي، نو بیاکه امریکایان په افغانستان کي دخپلو پوځونو دپاته کېدلو پرېکړه وکړي، نوکرزی به هرو مرو له خپلي پرېکړي اوړي او دا به نه يوازي په ښکاره توګه دافغانانو حساسيتونه راوپاروي، بلکه په نړيواله سطحه به هم دامریکا اشغال په اثبات ورسیږي، نوځکه امريکایان په دې هڅه کي دي، چي که له افغانستان څخه ونه وتل او لږ پوځ يې پرېښاوو، نو بیابه کرزي او یاراتلونکي ولسمشر ته ووايي، چي دغه تړون لاسلیک کړي، خو که يې نه غوښتل، چي پاته شي، نوبیابه دا دامریکایانو لپاره یوه داوړو پوزه وي، چي ګوندي کرزي او بل همداسي مشر له دوی سره تړون لاسلیک نه کړ، چي ددوی دراوتلو لامل شو.
دا هم حقيقت دی، چي کرزی دامریکا له دې تزلزل څخه خپله خشصي ګټه هم اخلي، نوموړی له یوه پلوه غواړي ځان افغانانو ته دیوه قهرمان او اتل په صفت معرفي کړي او په خپلي ۳۰ کلنۍ غلامۍ پرده واچوي، لکه دغه هڅه چي نجيب او داسي نورو هم کړي وه اوڅنګه چي کرزی په دې پوهيږي، چي افغانان له غرب او دهغوی له یرغل سره کلک مخالفت لري، نوځکه غواړي چي دامنیتي تړون له مخالفت څخه دخپل ورور په کمپاین کي ګټه واخلي.
خوله بله پلوه کرزی غواړي دامریکایانو له لوري دنه فشار څخه په هغوی فشار وارد کړي، چي ددې ۳۰ کلونو مستقیم او غیرمستقیم خدمت بدل ورکړي، چي امریکایانو ته خدمت بدل دکرزي په اند داکېدلی شي، چي امریکایان دهغوی کورنۍ ته دافغانستان پاچايي په ټېکه ورکړي او دادهغوی یوه ميراثي پاچايي وبولي، لکه څنګه چي دکرزي له لوري ډيره هڅه وشوه،چي دغه راتلونکي انتخاباتي ډرامه وځنډوي او یایې بيخي ونه کړي ترڅو په واک خيټه واچوي او يا دانتخاباتو په صورت کي يې ورور واک ته ورسول شي.
افغانان باید دداسي خلکو په خبرو خطانه شي، چي هغوی يې په کړاوونو کي راګیر کړي دي، وطن یې په بل پلوری، افغانان يې په ظالمانو، دهغوی په دښمنانو ځورولي او شهیدان کړي او لايې هم ځوروي او له وطن، هیواد او اسلام سره یې ملي خيانتونه ترسره کړي دي.
عادل خپلواک
افغانستان